کورپاڼه / جالب / هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، هغه سپي هم خپل ځای جوړ کړی، چې ډېر زیات اوږده غوږونه لري.

د رسنیو د راپور پر اساس، د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د ۲۰۲۲ کال د کتاب نوملړ خپور شوی دی، چې په هغې کې بې شمېره په زړه پوري ریکارډونه شامل دي.

په دې کتاب کې د نړۍ ترټولو اوږد غوږی سپي، چې د (لو) په نوم سره یادېږي، هم خپل ځای جوړ کړی دی. راپور زیاتوي چې د (لو) په نوم دغه سپی ۳۴ سانتي میتره یعنې ۱۳.۳۸ اینچه اوږده غوږونه لري.

دغه راز د ګنیز نړیوالو ریکارډونو په ۲۰۲۲ کال کلني نوملړ کې د ډېرو ریکارډونو او غیر عادي کړنو یادونه شوې، چې په دې کې د بریتانیې د لوج په نوم د جمناستیک یو لوبغاړي نوم هم شامل دی.

د بیتیني لوج په نوم دغه لوبغاړي د ۴۲.۶۴ ثانیو کې د ملاقونو په اړولو د سل میتره واټن په وهلو ټول خلک حیران کړل او په دې کتاب کې د نړۍ ترټولو لوړ قد شخص د اولیور ریو په نوم دی، چې ۷ فوټه او ۵.۳۳ لوړ قد لري.

دا هم ولولئ

حوره

پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ یوه نجلۍ د (حورې) په شکل کې خلکو ته ښکاره کړای شوې ده

په پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ په یو ښار کې د میلاد النبي …