کورپاڼه / خبرونه / افغان نولس کلنو ملي لوبډلې بنګله دېش ته په څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

افغان نولس کلنو ملي لوبډلې بنګله دېش ته په څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولس کلنو لوبډلو ترمنځ یواځینۍ فرسټ کلاس یا څلور ورځینۍ لوبه د افغان نولس کلنو لوبډلې په ګټه تمام شوه.

دغه لوبه چې د بنګله دېش په کوربتوب په سیلحت کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، کوربه لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه. بنګله دېش لوبډلې په لومړنۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې یې جوړې کړې، چې افتحار حسن ۳۷، مهراب ۲۸ او ایچې مولا ۳۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغان نولس کلنو لخوا بلال سیمع او اظهارالحق نوید ډېره ښه توپ اچونه وکړه، چې دواړو په ترتیب پنځه او څلور لوبغاړي وسوځول او ترڅنګ یې کامران هوتک یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼې کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۱ منډې لري، چې بلال سعیدي ۱۱۴، کامران هوټک په ۶۶ او فیصل خات ۳۹ منډې وکړې او د بنګله دېش لخوا اشرف الاسلام درې او ایچي مولا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

بنګله دېش په خپله دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۸ منډې وکړې، چې په دې سره افغان لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه. د بنګله دېش په توپ وهنه کې نوروس نبیل ۷۶ او ایچي مولا ۴۰ منډې وکړې. د افغان لوبډلې لخوا اظهارالحق نوید څلور، بلال سیمع درې، نیګیالي دوه او ذاهدالله حسني یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان نولس کلنو د ۱۱۰ منډو هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او بنګله دېش ته یې په دریو ویکټو ماتې ورکړه، چې یو ځل بیا بلال سعیدي ښه توپ وهنه وکړه او ۵۴ منډې یې وکړې. د بنګله دېش لخوا ایچي مولا، ریپن مندول او مشفیق حسن دوه-دوه ویکټې واخیستې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …