کورپاڼه / خپلواک / د نړۍ هغه خوش قسمت کسان چې کیسې یې حیرانوونکې دي

د نړۍ هغه خوش قسمت کسان چې کیسې یې حیرانوونکې دي

خوش قسمتي یا ښه بخت هم د انسان لپاره له نعمت څخه کم نه وي، ځکه چې یو خوش قسمته انسان په نړۍ کې د ښه نوم خاوند کېږي او ډېر یادونه او خاطرې راتلونکې نسل ته پرېږدي. نن ورځ د همداسې خوش قسمته کسانو په اړه غږیږو.

۱- کریګ سټیپلیتن: کریګ سټیپلیتن د (سکای ډاییونګ) لوبې لوبغاړی و، هغه اوه ځلې دغه لوبه ګټلې ده، چې یو ریکارډ ده. نوموړی د خوش قسمتو کسانو له جملې څخه ده ځکه چې هغه د اوه زره فوټو په لوړوالي سره خپل پراشوټ له لاس ورکړ، چې بیا لږ زخمي هم شو.

۲- د سویډن میرمن لینا: لینا د سویډن اوسیدونکې ده، هغې په ۱۹۹۰ کال د واده ګوتمۍ ورکه کړه، چې بیا ترلاسه هم نه کړه، خو شپاړس کاله وروسته یې په داسې حال کې پخپله باغچه کې وموندله چې له ګازرې تاو وه.

۳- هغه شخص چې اوه ځلې یې مرګ ته ماتې ورکړې: دا یو داسې شخص ده چې په حیرانوونکې توګه یې اوه ځلې مرګ ته ماتې ورکړې او کیسه یې هم فلم ته ورته ده.

فراني، چې د موسیقۍ استاد دی، د نړۍ خوش قسمته شخص دی، ځکه اوه ځلې مرګ ته له ماتې ورکولو لپاره یې په زرګونه پونډه په لاټرۍ کې ګټلي دي. هغه د اورګاډۍ، الوتکې، د بس ټکر او د موټرو په پېښو کې مرګ ته ماتې ورکړې.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …