کورپاڼه / روغتيا / راځئ د ګرمو اوبو د استعمال له دې ګټو مو خبر کړو

راځئ د ګرمو اوبو د استعمال له دې ګټو مو خبر کړو

ګرمې اوبه د بدن لپاره یو داسې نعمت دی چې نه قیمت لري او نه خوند، خو دومره ګټې لري چې حیران به مو کړي. که چېرته یې له ګټو خبر شئ ښایي بیا سړو اوبو ته لاس هم نږدې نه کړئ ځکه ګرمې اوبه د بدن هر غړی له دننه لوري څخه وینځي.

که چېرته ګرمې اوبه استعمال کړو نو وزن مو په تېزۍ سره کموي او هغه وازده چې د ختمولو لپاره یې له سخت غذایي رژیم څخه ګټه پورته کوو، په ګرمو اوبه سره تر پنځوس سلنو پورې اوبه کېږي.

هغه کسان چې د خېټې د درد ستونزه لري چې بیا د معدې ګیس پیدا کوي او په قبض اخته کېږي، هغوی دې ګرمې اوبه استعمال کړي او که چېرته په دوامداره توګه یې استعمال کړو نو یادو ستونزو به خوندي یو.

دغه راز انجونې د خپلې میاشتنۍ ناروغۍ په سبب په ملا او خېټه کې سخت درد حس کوي، نو که چېرته هغوی ګرمې اوبه استعمال کړي؛ ستونزه به یې حل شي او که چېرته د پوستکي د دانو او خاپونو ستونزه لري نو هم ګرمې اوبه ورته ګټورې وي.

او هغه کسان چې له وخت وړاندې یې پوستکی ګونځي وکړي او د زړښت اغېزې پرې څرګندې شي، هغوی دې لومړی ګرمې اوبه عادت وګرځي نو ستونزه به یې حل ومومي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …