کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د رحمن الله ګربز او ریان برل په زړه پورې توپ وهنې کتماندو کینګز لوبډلې ته ستره بریا ورکړه

د رحمن الله ګربز او ریان برل په زړه پورې توپ وهنې کتماندو کینګز لوبډلې ته ستره بریا ورکړه

د نیپال غوره لیګ یا اېورست سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کتماندو کینګز لوبډلې د رحمن الله ګربز او ریان برل په ښې توپ وهنې ستره بریا ترلاسه کړه.

د اېوریست لیګ (EPL) لومړنۍ لوبه چې د کتماندو کینګز او لالیټپور پاتروتس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د کتماندو کینګز لوبډلې وګټله او لالیټپور پاتروتس ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

لالیټپور پاتروتس لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې پوان صراف ۶۱ ترټولو ډېرې منډې وکړې او کتماندو کینګز لخوا جتیندر مکیا څلور، ریان برل او ګلسن جیا دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د کتماندو کینګز لوبډلې د ۱۵۸ منډو هدف په ۱۴.۲ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لالیټپور پاتروتس ته یې په ۲۸ توپونو او اوه ویکټو ستره ماتې ورکړه، چې رحمن الله ګربز ۵۹ او ریان برل ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او ریان بریل غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د یادولو وړ ده چې سبا د اېوریسټ لیګ په دویمه لوبه کې، د افغانستان پر وخت سهار اته بجې او دیرش دقیقې پیلېږي د چیتوان ټایګرز لوبډلې، چې شهزاد او کریم جنت هم ورسره دی، له برانتنګتر وایررز لوبډلې سره مخ کېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …