کورپاڼه / خبرونه / مایکل وایترټن: د انګلستان کرکټ بورډ باید چوپتیا ماته کړي

مایکل وایترټن: د انګلستان کرکټ بورډ باید چوپتیا ماته کړي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر مایکل وایترټن هم پر خپل کرکټ بورډ نېوکې کړي او پاکستان ته یې د لوبو سفر لغوه کول ښه نه دي ګڼلي.

کله چې د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ، ورسره جوخت د انګلستان کرکټ بورډ هم اعلان وکړ چې دوی هم پاکستان ته سفر نه کوي، چې د یاد کرکټ بورډ په دې پرېکړه ډېر غبرګونه وښودل شول.

خو د انګلستان کرکټ د هیچا غبرګون ته ځواب نه دی ویلی او ددې لوبډلې پخواني لوبډلمشر هم دې خبرې اندیښمن کړی چې ولې یې کرکټ بورډ چوپ دی.

که له یوې خوا پاکستانیو لوبغاړو د انګلستان کرکټ بورډ تر سختو نېوکو لاندې راوست، نو له بلې خوا مایکل ایترټن هم پخپل تازه بیان کې ویلي دي چې (اي سي بي) دې خپله چوپتیا ماته کړي.

هغه زیاته کړې ده چې د انګلستان د کرکټ پخوانۍ لوبغاړې او د پاکستان کرکټ بورډ عمومي رییس هم له دې پرېکړې ناخوښه دی، نو د انګلستان کرکټ بورډ باید چوپتیا ماته کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …