کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډهلي کپیټلز د راجستان رایلز لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف کېښود

ډهلي کپیټلز د راجستان رایلز لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف کېښود

د ډهلي کپیټلز لوبډلې د راجستان رایلز پر وړاندې که څه هم ډېره ښه توپ وهنه ونه کړه، خو راجستان لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو مناسب هدف کېښود.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۶مه لوبه د ډهلي کپیټلز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې راجستان د پچې تر ګټلو وروسته ډهلي ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ډهلي کپیټلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې شریاس ایر ۴۳، شمرن هیټمایر ۲۸ او ریشب پنټ ۲۴ منډې وکړې.

د راجستان رایلز له خوا په توپ اچونه کې مستفیض الرحمن او چیتن سکریا ښه توپ اچونه وکړه او دوه-دوه یې وسوځول او ترڅنګ یې کارتیک ټیاګي او راهول ټیوټا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې ډهلي کپیټلز لوبډلې د ۲۰۲۱ کال په آی پي ایل لیګ کې ۹ لوبې کړي او د ۱۴ نومرو په لرلو په جدول کې دویم او راجستان رایلز ۸ لوبې کړي او د ۸ نومرو په لرلو ۵ مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …