کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راجستان رایلز لوبډلې په ۳۳ ماتې وخوړه

راجستان رایلز لوبډلې په ۳۳ ماتې وخوړه

راجستان رایلز لوبډلې ښه توپ وهنه ونه وکړه او و یې نشو کولی چې د ډهلي کپیټلز لوبډلې آسانه هدف لاسته راوړي.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۶مه لوبه د ډهلي کپیټلز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې راجستان د پچې تر ګټلو وروسته ډهلي ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ډهلي کپیټلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې شریاس ایر ۴۳، شمرن هیټمایر ۲۸ او ریشب پنټ ۲۴ منډې وکړې.

د راجستان رایلز له خوا په توپ اچونه کې مستفیض الرحمن او چیتن سکریا ښه توپ اچونه وکړه او دوه-دوه یې وسوځول او ترڅنګ یې کارتیک ټیاګي او راهول ټیوټا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

راجستان رایلز ونشو کړای چې د ۱۴۸ منډو هدف ترلاسه کړي او د شپږ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۲۱ منډې وکړې او په ۳۳ منډو یې لوبه وبایلله، چې یوازې سنجو سامسون ښه توپ وهنه وکړه او ۷۰ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې. د ډهلي لخوا انریچ نورتجي دوه، عویش خان، اشوین، رباډا او اکشر پټیل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې اوس په دویمه لوبه کې سنرایزر حیدر آباد او پنجاب کینګز لوبډلې سره مخ کېږي، چې دواړه لوبډلې د جدول په وروستیو کې ځای لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …