کورپاڼه / جالب / د یوې موډلې د خراب ویښتانو په جوړولو هجام شل میلونه جریمه شو

د یوې موډلې د خراب ویښتانو په جوړولو هجام شل میلونه جریمه شو

په هند کې یوې موډلې په محکمه کې پر یوه ویښته کمونکي یا هجام قضیه ثبت کړې وه او د محکمې له لورې شل میلونه جریمه پورې شوی دی.

هندي رسنۍ وایي چې په ۲۰۱۸ کال په کنزیونر محکمه کې د یوې موډلې له لورې د یوه هجام یا ویښته کمونکي پر خلاف، چې ویښته یې ورته غلط کم کړي ول، قضیه ثبت شوه. موډلې ویلي چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې په یاد هجام ویښته کموي خو دا ځل یې ورته غلط کم کړي.

موډلې زیاته کړې ده چې ویښته کمونکې په داسې هجام ورته وېښته کم کړي ول، چې هغه دومره تجربه نه لرله او زما د منع کولو سربېره یې بیاهم په هماغه هجام زما ویښته کم کړل.

موډلې ویلي چې هجام تر یوه ساعته زما پر ویښتانو کار وکړ، ما پوښتنه وکړه چې دومره وخت ولې پرې تېروې، هجام راته وویل چې د لندن سټایل ویښته درته جوړوم او کله چې یې ویښته راته جوړ کړل نو هغه خراب ول.

موډلې محکمې ته ویلي چې د ویښتانو په کوچني کولو یې پر ځان باور له لاسه ورکړی دی او له مالي ستونزو سره مخ ده، چې بیا محکمې پر هجام د شل میلونه جریمه ولګوله.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …