کورپاڼه / خبرونه / سکاټلېنډ د پاپو نیوګینیا لوبډلې ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه

سکاټلېنډ د پاپو نیوګینیا لوبډلې ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه

د سکاټلېنډ او پاپو نیوګینیا لوبډلو ترمنځ په یوه ورځنۍ لوبه کې د پاپو نیوګینیا لوبډلې ته په ۴۲ توپونو او شپږ ویکټو په زړه پورې ماتې ورکړه.

دغه لوبه د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي ترسره شوه، چې د لوبې پچه د سکاټلېنډ لوبډلې وګټله او پاپو نیوګینیا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پاپو نیوګینیا لوبډلې په ۴۷.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې چهاد سوپر ۴۶ او دامین راویو ۳۲ منډې وکړې.

د سکاټلېنډ لخوا حمزه طاهر او ګوین مین درې-درې، سفیان شریف او السدایر ایونس دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

سکاټلېنډ د ۱۹۸ منډو هدف په ۴۳ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او پاپو نیوګینیا ته یې په ۴۲ توپونو او ۶ ویکټو ستره ماتې ورکړه، چې متیو کراس ۷۰ کالم میکلوډ ۴۵ منډې جوړې کړې.

د پاپو نیوګینیا لوبډلې لخوا چهاد سوپر او اسد والا دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې. ددې لوبې غوره لوبغاړی متیو کراس وټاکل شو، هغه ۷۰ منډې جوړې کړي دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …