کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی
مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل وايي، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او داسې احساس کوي چې نور به خپله دنده او دفتر هم په سترګو ونه ویني.

هغې دا هم لیکلي دي، چې تر څو ا.ا د ښځو لپاره چوکاټونه جوړوي ((موږ به له ولږې مړه یو.)) نوموړې وايي له همدې امله یې دا ښه وګڼله چې ((نو ښه دی چې موږ خپل ځانته یو کاروبار زده دی او پوهیږو چې ځانته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ په خپل زیار وګټو. که دنده او که نور ژوند دی تل مو حلاله ګټلې او نورو ته مو هم لورولې ده.))

نوموړې په خپله فېسبوکپاڼه کې په دې اړه یو پوسټ کړی دی او مخکې یې لیکلي دي: ((ښه مې وګڼله ددې پر ځاې چې بیکاره کینم خپل زرتار شرکت کې له نورو کارکوونکو سره د ګنډلو برخه کې مرسته وکړم د خدای شکر دی چې لا هم څو کورنۍ د زرتار شرکت له برکته د کسب او کار زمینه برابره ده او عادي ژوند مخ ته وړي.))

مریم امرخیل وايي چې هغه خلکو او خویندو ته یې زړه خفه دی چې د دې په شان د کورنۍ مسوولیت ورپه غاړه دی او له دندې پرته بله کومه لاره هم نه لري چې خپل ژوند پرې سمبال کړي.

نوموړې د ګرانۍ څخه سر ټکوي او د بېکارۍ یادونه هم کوي، هغه وايي چې ا.ا مسوولین ښار ته د کلي فکر کوي، خو په وېنا یې، چې په کابل ښار کې ژوند دومره ارزانه نه دی او که بېکاري همداسې روانه وه، نو ښايي ولس له لوی ناورین سره مخ شي.

دا هم ولولئ

ا.ا، امریکا ته: موږ ته وخت راکړئ چې افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړو

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مـلـا خـیـرالله خـیـر خـو ا ه، له …