کورپاڼه / خپلواک / د نړۍ کم عمره ميلياردره په خپل امنيت څومره مصارف کوي؟
کايلي جينر

د نړۍ کم عمره ميلياردره په خپل امنيت څومره مصارف کوي؟

خپلواک وېبپاڼه (١ دسمبر ٢٠١٩): د امريکې ماډله او د ټلويزيون ستورې ٢٢ کلنه کايلي جينر چې نږدې يې سيلف مېډ ميلياردرې يا په خپله د ګټلو پېسو باندې ځان ميلياردره کړى دى او دغه اعزاز يې ترلاسه کړى دى، تازه د خپل ارايش موادو جوړولو شرکتونو ٥١ سلنه شئيرز خرڅ کړي دي.

کايلي جينر د نومبر په مياشت کې د خپلو شرکتونو دوه برانډونه (کايلي کاسمېټکس او کايلي سکن) د ٦٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو باندې د امريکا يو ستر شرکت (کوټي) باندې خرڅ کړل.

نوموړې دغه برانډونه ٤ کاله مخکې په ٢٠١٥ کې وړاندې کړي و او له دې برانډونو يې تېر کال ٤٠٠ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي و.

کايلي جينر چې د خپلو ارايش برانډونو شئيرز خرڅ کړل، نو له هغه وروسته يې په شتمنۍ کې لا زياتوالى راغى، همدا راز په ٢٠١٨ کال کې هغې دا اعزاز په خپل نوم کړى و، چې کم عمره ميلياردره ده چې په خپله يې دومره ډېرې پېسې ګټلي دي.

همدا راز هغه نه يوازې دا چې کم عمره ميلياردره ده، بلکې هغه تر ټولو زياتې پېسې ګټونکې موډله، کاروباري ښځه او همدا راز هغه شخصيت ده چې ډېر خلک يې تعقيبوي او د خپلو پروژو په لړ کې هغه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په دورو هم ګرځي.

د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د سفر پر مهال چې چېرته د نړۍ نور لوى خلک د غلو او ډاکوانو نه د ځان ساتنې لپاره په خپله خپل امنيت نيسي، همداسې کايلي جينر هم د ځان لپاره په لوړه کچه د امنيت بندوبست کړى دى.

د کايلي جينر مور ٧٠ کلنې کيټلين جينر يوې مجلې سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې د هغې دواړه لوڼې کايلي جينر او کنډيل جينر د ډاکوانو او د جرم د نړۍ د خلکو نه د ځان ساتلو لپاره په لوړه کچه خپل امنيت ساتي.

د کيټلين جينر په وينا نه يوازې دا دواړه خوندې، بلکې د دوى مېرنۍ خوندې کم کارډيشين او کارټني کارډيشين هم له غلو او ډاکوانو د ځان ساتلو لپاره په خپل امنيت ډېر مصارف کوي.

کيټلين جينر که څه هم د نورو لوڼو د امنيت د مصارفو په اړه معلومات ور نه کړل، خو د کم عمره ميلياردرې کايلي جينر په اړه يې وويل، چې د هغې د امنيت ټيم هر وخت او په هر هېواد کې له هغې سره يو ځاى وي.

نوموړې وايي، چې د کايلي جينر په امنيت باندې هره مياشت له ٣٠٠ زره څخه تر ٤٠٠ زره امريکايي ډالرو پورې مصارف راځي. هغه وايي چې د کايلي جينر سره ډېر ګرانبيه سامانونه او ډالۍ هم وي، نو هغه چې هر هېواد ته ځي، نو د خپل امنيت ټيم ورسره يو ځاى وي.

خو هغې بيا په دې اړه څه معلومات ور نه کړل، چې ايا د کايلي جينر په امنيتي کسانو کې ښځې هم شته او که نه يوازې سړي د هغې امنيت ساتي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …