کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پنجاب کینګز د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف کېښود

پنجاب کینګز د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف کېښود

د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې لپاره د راشد خان او جیسن هولډر اقتصادي توپ اچونې د پنجاب کینګز لوبډله پرېنښوده، چې ستر هدف پسې لاړه او یوازې یې د ۱۲۶ منډو هدف کېښود

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۷مه لوبه د پنجاب کینګز او سنرایزر حیدر آباد لوبډلو ترمنځ په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې حیدر آباد د پچې تر ګټلو وروسته پنجاب ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پنجاب کینګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې راهول ۲۱، ایدین مارکرام ۲۷ او هرپریت برر ۱۸ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د سنرایزر حیدر آباد له خوا په توپ اچونه کې جیسن هولډر ډېره ښه توپ اچونه وکړه او درې یې وسوځول او ترڅنګ یې سندیپ شرما، راشد خان، عبدالصمد او بوینشور کمار یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې پنجاب کینګز لوبډلې د ۲۰۲۱ کال په آی پي ایل لیګ کې ۹ لوبې کړي او د ۶ نومرو په لرلو په جدول کې اووم او سنرایزر حیدر آباد لوبډلې ۸ لوبې کړي او د ۲ نومرو په لرلو اتم مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …