کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پاکستان کرکټ بورډ غواړي چې د پي ایس اېل لپاره لوبغاړي د لیلامۍ له لارې واخلي

پاکستان کرکټ بورډ غواړي چې د پي ایس اېل لپاره لوبغاړي د لیلامۍ له لارې واخلي

وروسته له هغې چې نیوزیلېنډ او انګلستان لوبډلو پاکستان ته خپل سفرونه لغوه کړل او په دې هېواد کې د کرکټ لوبې کول تر پوښتنې لاندې راوسته، اوس یې کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې مړ شوی کرکټ بېرته را ژوندي کړی.

اوس پاکستان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی، چې په کورنیو سوداګریزو سیالیو (پي ایس اېل) ډېر پانګونه وکړي، ترڅو له دې نړیوالو ته وښیي چې دغه هېواد په امنیتي لحاظ خوندي دی.

څو ورځې وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ رییس رمیز راجا وویل، چې دوی په پي ایس اېل ډېره پانګونه کوي او غواړي چې د هند په سترو سوداګریزو سیالیو کې لوبېدونکې د نړۍ مشهور لوبغاړي پي ایس اېل ته رادعوت کړي.

دغه راز د تېرې جمعې په ورځ رمیز راجا د پي ایس اېل د لوبډلو مالکانو سره ناسته هم وکړه، چې موخه یې دا وه چې د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ هم د آی پي اېل تر کچې پورې ورسوي.

پاکستان غواړي چې د پي ایس اېل لیګ ته لوبغاړي د ډرافټ پرځای د لیلامۍ له لارې واخلي چې په دې سره به یې د لوبغاړو اخیستو ډول آی پي اېل ته د اخیستلو کچې ته ورسېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …