کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سنرایزر حیدر آباد ترټولو آسانه هدف هم پوره نه کړ

سنرایزر حیدر آباد ترټولو آسانه هدف هم پوره نه کړ

د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې توپ وهنه بیاهم د تل په څېر کمزورې وه، که څه هم هولډر ښه توپ وهنه وکړه، خو و یې نشو کړای چې آسانه هدف هم لاسته راوړي.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۷مه لوبه د پنجاب کینګز او سنرایزر حیدر آباد لوبډلو ترمنځ په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې حیدر آباد د پچې تر ګټلو وروسته پنجاب ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پنجاب کینګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې راهول ۲۱، ایدین مارکرام ۲۷ او هرپریت برر ۱۸ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د سنرایزر حیدر آباد له خوا په توپ اچونه کې جیسن هولډر ډېره ښه توپ اچونه وکړه او درې یې وسوځول او ترڅنګ یې سندیپ شرما، راشد خان، عبدالصمد او بوینشور کمار یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سنرایزر حیدر آباد ونشو کړای چې یاد هدف لاسته راوړي او په ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۲۰ منډې جوړې او په ۶ منډو یې لوبه وبایلله، چې ساها ۲۸ او هولډر ۴۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د پنجاب لخوا روي بشنو درې، شامي دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې سبا په آی پي اېل کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې په لومړۍ لوبه کژ به په ۲:۳۰ بجو چینای سوپر کینګز له کلکته نایټ رایډرز سره او په دویمه لوبه کې رایلز چیلنجر بېنګلور له ممبۍ انډینز سره په لوبه کې مخ شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …