کورپاڼه / خبرونه / هند او انګلستان په پام کې لري چې د انګلستان په کوربتوب ټیسټ کرکټ وکړي

هند او انګلستان په پام کې لري چې د انګلستان په کوربتوب ټیسټ کرکټ وکړي

د هند او انګلستان کرکټ بورډونو تایید کړې ده، چې دوی د ۲۰۲۲ کال د دوبي په موسم کې د انګلستان په کوربتوب د ټیسټ کرکټ کولو پلان لري.

د معلوماتو پر اساس تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده شوې، چې دواړه لوبډلې به د ټیسټ لوبو یوه لړۍ ترسره کړي او که په اګست کې د پیل شوي لوبلړۍ، چې نیمګړې پای ته رسېدلې وه، د بشپړېدو لپاره ټیسټ کرکټ کوي.

خو که چېرته هند انګلستان ته سفر ورکړي او هلته لوبه/لوبې ترسره کړي، نو دا به د هغه تاوان، چې انګلستان اوښتی دی، یو څه جبران کړي او د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ به شته ستونزې حل کړي.

له دې وړاندې ویل کېده چې ښایي چې دواړه لوبډلې د پاتې یوې ټیسټ لوبې پر دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړي او هغه وخت به ترسره شي چې هند لوبډله د شل اوریزو لوبو په موخه انګلستان ته سفر لري.

خو اوس د شل اوریزې لوبو پرځای په ټیسټ لوبو توافق شوی او داسې هم ویل کېږي چې په دې سره به د دواړو ترمنځ هغه ټیسټ لوبلړۍ بشپړه شي چې هند پکې ۲-۱ پر وړاندې مخکېوالی لري.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …