کورپاڼه / خبرونه / راشد خان له ۲۰۲۰ کال راهیسې ترټولو ډېرې ویکټې ترلاسه کړي

راشد خان له ۲۰۲۰ کال راهیسې ترټولو ډېرې ویکټې ترلاسه کړي

که څه هم له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کومه نړیواله لوبه نه ده کړې او زیات شمېر لوبغاړي په کور ناست دي، خو یو شمېر لوبغاړو په نړیوالو لیګونو کې برخه اخیستې ده.

له دې ډلې افغان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په بیګ باش، آی پي آېل، سل بالیز، ویټالیټي بلاسټ، پي ایس اېل او نورو لیګونو او کورنیو لوبو کې برخه اخیستې، چې ډېرې لاسته راوړنې هم لري.

راشد خان لومړنی لوبغاړی دی چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې یې تر دې دمه په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۷ ترټولو زیاتې ویکټې ترلاسه کړي او د ډېرو ویکټو اخیستونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی مقام لري.

دغه راپور، د پاکستان کریک ویک ویبپاڼې خپور کړی، په دویم مقام کې شاهین اپریدی ځای لري، هغه له ۲۰۲۰ کال راهیسې په شل اوریزو لوبو کې ۸۴ ویکټې اخیستي دي.

همدا راز حارث رووف د ۸۲ ویکټو په ترلاسه کولو دریم، مستفیض الرحمن د ۷۹ ویکټو په اخیستلو څلورم او په پنځم مقام کې وهاب ریاض ځای لري، هغه له ۲۰۲۰ کال راهیسې په شل اوریزو لوبو کې ۶۷ ویکټې اخیستي دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …