کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شهزاد او کریم جنت لوبډلې بریا خپله کړه

د شهزاد او کریم جنت لوبډلې بریا خپله کړه

شهزاد ښه ونه ځلېده خو کریم جنت وتوانېده چې دوه ویکټې ترلاسه کړي او ۱۹ منډې جوړې کړې او د چیتوان ټایګرز لوبډلې ته بریا ور په برخه کړي.

د نیپال د اېوریسټ سیالیو (EPL) د څلورم پړاو په دویمه لوبه کې د چیتوان ټایګرز لوبډله له برانتنګتر وایررز لوبډلې سره مخ شوه، چې د لوبې پچه چیتوان ټایګرز لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

برانتنګتر وایررز په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې سکندر رضا ډېره ښه توپ وهنه وکړه او ۶۷ منډې یې جوړې کړې.

د چیتوان ټایګرز لوبډلې لخوا سمپال کامي، کریم جنت، کمال ایري او ساګر دهکال ښه توپ اچونه وکړه او د خپلې لوبډلې لپاره یې دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

چیتوان ټایګرز د ۱۵۲ منډو هدف د لوبې په وروستي توپ ترلاسه کړ او برانتنګتر وایررز ته یې په دوه ویکټو ماتې ورکړه. محمد شهزاد یوازې یوه منډه جوړه کړه، کریم جنت بیا ۱۹ او راجیش پولامي ۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د برانتنګتر وایررز لخوا سکندر رضا او کرن کی سي ډېره ښه توپ وهنه وکړه او دواړو دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …