کورپاڼه / خبرونه / ګیري سټیډ: پاکستان کې له لوبډلې سره نه وم، نو له حالاتو ناخبره یم

ګیري سټیډ: پاکستان کې له لوبډلې سره نه وم، نو له حالاتو ناخبره یم

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي ګیري سټیډ ویلي دي، په پاکستان کې چې څه وشول هغه اندیښمنونکي او ناهیلي کوونکي ول، موږ په نړیوال کې لومړۍ لوبه له پاکستان سره لرو نو ښکاره ده چې ټول به زموږ لوبې ته سترګې-سترګې وي.

نوموړي ویلي چې زموږ لپاره به دغه لوبه له نورو لوبو څخه توپیر لرونکي نه وي، موږ په پاکستان کې د کرکټ د مینوالو اندیښنې کوو.

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې مشر روزونکی ویلي، چې پرېکړه زموږ په لاس کې نه وه، یعنې موږ مجبور وو ترڅو یاده پرېکړه عملي کړو، او اوس مو لوبغاړي په خوندي توګه په عربي اماراتو کې دي.

هغه ویلي چې پاکستان کې له لوبډلې سره نه وم، نو له حالاتو ناخبره یم او وایي چې ځینو وختونه له هر خبرې نه خبرېږي نو په همدې اساس ډېرې څرګندونې نشي کولي.

د ګیري سټیډ د وینا پر اساس، د نړیوال جام د لوبډلې پنځه لوبغاړو یې په عربي اماراتو کې تمرینات پیل کړي دي. دغه راز د احتیاطي لوبغاړو په ګډون یې ۹ لوبغاړي په آی پي اېل کې لوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …