کورپاڼه / روغتيا / د چایو او کافي ډېر استعمال زیانمن تمامېږي

د چایو او کافي ډېر استعمال زیانمن تمامېږي

چای او کافي دوه هغه نومونه او توکي دي، چې ډېر زیات استعمال کېږي او د ستړیا او سر دردي د لېرې کولو لپاره ګټور ګټل کېږي، خو روغتیایي کارپوهانو د چایو او کافي ډېر استعمال د روغتیا لپاره زیانمن وګاڼه.

په عام ډول کله چې موږ خوب کوو یا ستړیا ختموو نو سمدستي له چایو او کافي څخه ګټه پورته کوو، ځکه چې په دې سره زموږ دماغ فعالیت کوي او بدن مو پیاوړتیا ترلاسه کوي او په مرسته یې کولی شو چې خپل کارونه سم ترسره کړو، خو په ورځ له څلور پیالو ډېر چای یا کافي استعمالول زیانمن وي.

روغتیاپالانو ویلي که چېرته تاسې په ورځ کې څلور پیالې کافي یا چای څښئ نو ښه خبره ده، خو که چېرته له دې ډېره ګټه ترې پورته کوئ نو خطرناکه ګڼل کېږي او د نا آرامۍ، ستړیا ترڅنګ مو د خوب او وینې فشار په ناروغیو هم اخته کوي.

روغتیاپالان زیاتوي چې د چایو او کافي د غوښتنې پوره کولو لپاره یوازې شین چای استعمال کړئ ځکه چې د شین چای انټي اکساید بکتریا ختموي او د ادرکو چای هم غوره بدیل دی.

دغه راز کورکمن لرونکې شېدې هم ګټورې وي او غذایي توکي یې نه یوازې دفاعي سیستم پیاوړی کوي بلکې د روغتیا له لحاظه هم ګټور تمامېږي او د لېمو اوبه هم د چایو او کافي عادت غوښتنه پوره کولی شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …