کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکتې د چینای سوپر کینګز لپاره د منډو ۱۷۲ هدف کېښوده

کلکتې د چینای سوپر کینګز لپاره د منډو ۱۷۲ هدف کېښوده

د کلکتې لوبډلې که څه هم ښه پیل وانخیسته خو وروسته یې ټولو لوبغاړو مسولیت ومانه او د چینای سوپر کینګز لوبډلې ته یې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۸مه لوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې کلکتې د پچې تر ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

کلکته نایټ رایډرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې راهول ۴۵، اندري رسل ۲۰ او نیټیش رانا ۳۷ او دینش کارتیک ۲۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د چینای سوپر کینګز له لورې په توپ اچونه کې شردل ټاکور او جوش هیزلیووډ ښه توپ اچونه وکړه، هغوی دواړو دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې. دغه جدیجا بیا یوه ویکټ واخیسته.

د یادولو وړ ده چې د چینای سوپر کینګز لوبډلې د ۲۰۲۱ کال په آی پي ایل لیګ کې ۹ لوبې کړي او د ۱۴ نومرو په لرلو په جدول کې دویم او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ۹ لوبې کړي او د ۸ نومرو په لرلو څلورم مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …