خپلواک وېبپاڼه (١ دسمبر ٢٠١٩): د اسټراليا مخکښ د پيل توپوهونکى ډيويډ وارنر وايي، چې په راتلونکو ١٨ مياشتو کې به پرېکړه کوم چې د سپين بال يا سور بال کرکټ کې يو پرېږدم او په بل کې خپل کرکټ ته ډېره پاملرنه وکړم، چې په يوه برخه کې مې د کرکټ کيرير اوږد شي.
نوموړى چې د پاکستان پر وړاندې د اسټراليا په دويمه ټېسټ لوبه کې يې د خپل کيرير تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې او نوى ريکارډ يې په خپل نوم کړ. هغه د پاکستان پر وړاندې ٣٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او ستر ريکارډ يې جوړ کړ. خو اسټراليا د ٣ لوبغاړو په سوځېدو او د ٥٨٩ منډو په کولو سره خپله پاڼۍ ډيکلير يا ختمه کړه او ډيويډ وارنر ونه شول کولاى چې د براين لارا د ٤٠٠ منډو ريکارډ مات کړي.
خو تازه دغه نامتو توپوهونکي ويلي دي، چې هغه غواړي ټېسټ يا پنځوس اوريزو لوبو کې يو يې په راتلونکي ١٨ مياشتو کې پرېږدي او بل ته ډېره پاملرنه وکړي. هغه وايي چې تر ما ډېر ښه ښه ځوانان شته چې هغه د کرکټ په برخه کې ډېره وړتيا لري او کولاى شي چې د اسټراليا لوبډلې ته ډېرې برياوې ور په برخه کړي.
نوموړى په خپلو خبرو کې زياتوي، چې غواړي په يوه برخه کې د نوو ځوانانو لپاره خپل ځاى پرېږدي او په بله برخه کې خپل کيرير ته ډېر وخت ورکړي او د اسټراليايي لوبډلې لپاره تر ډېر وخته پورې ښه لوبه ترسره کړي.
ډيويډ وارنر دا خبره په داسې مهال کې کړې ده، چې هغه نه يوازې په ټېسټ سياليو کې سترې پاڼۍ ترسره کړې، بلکې په يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو کې هم هغه په زړه پورې توپوهنه ترسره او خپل ځان يې ثابت کړ. هغه همدا راز په تجارتي ليګونو کې هم ډېر ښه ځلېدلى دى، چې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.