کورپاڼه / جالب / هغه ساکښ چې یوازې یوه ورځ ژوند کوي

هغه ساکښ چې یوازې یوه ورځ ژوند کوي

د الله تعالی له لورې د جوړو شوو کایناتو په دې نړۍ هر ډول مخلوق او ساکښ شتون لري، په دې مخلوقاتو کې ځینې یې داسې دي چې موږ یې نشو لېدلی او ځینې یې د لېدلو وړ وي.

هغه مخلوقات او ساکښان چې موږ په سترګو وینو، دومره ډېر او رنګا رنګ دي چې انسان یې په بشپړ ډول نه پېژني او نه یې په اړه معلومات لري، په دې کې داسې مخلوق هم شته چې یوازې یوه ورځ ژوند کوي.

دغه د لږ ژوند لرونکی ساکښ سلایي یا پمبیرۍ (Mayfly) نومېږي، کله چې لمر پرېوځي نو دا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه حشره په ټوله نړۍ کې شته ده او له درې زرو ډېر ډولونه لري چې شپږ سوه یې یوازې په امریکا کې دي.

سلایي د اوبو پر شاوخوا کې موندل کېږي او له بېلابېلو بوټو غذا لاسته راوړي او علمي نوم یې (ایفیمرپټیرا) دی چې له یوناني ژبې څخه اخیستل شوی، چې لنډ ژوند کوونکی یې مانا ده.

سلایي، چې په لویو ګروپونو کې څرګندېږي خو عمر یې لنډ وي، لکه څنګه چې پښتو کې ډېر نومونه لري په انګلیسي هم ورته می فلای، ډای فلای، ډریک، فش فلای، سینډ فلای او شیډ فلای نومونه اخلي.

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو سړی حکومت او عمران خان ته په ښېرا کولو نیول شوی

په پاکستان کې یو سړی پولیسو له دې امله نیولی دی، چې د پاکستان حکومت …