کورپاڼه / روغتيا / د کورکمن لرونکې شېدې د روغتیا لپاره څومره ګټورې وي؟

د کورکمن لرونکې شېدې د روغتیا لپاره څومره ګټورې وي؟

کورکمن د مساله جاتو له جملې هغه مساله ده چې په هر کور کې په عام ډول استعمالېږي او بې شمېره ګټې لري. کورکمن نه یوازې د خوړو خوند او رنګ ښه کوي، بلکې د میکروبونو ختمولو لپاره هم ګټوره مساله ده.

خو که چېرته همدغه کورکمن له شېدو سره یوځای او استعمال نو آیا اغېزمن تمامېدلی شي؟ د کورکمن په اړه سیاینسي څېړنه وایي چې دا ځیګر پاکوي او که چېرته له شېدو سره یوځای استعمال شي نو د ځیګر د غذا او کیمیاوي پروسیس وړتیا یې ډېروي او زهرجن مواد خارجوي.

کورکمن لرونکې شېدې د مفصلونو ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي او ترڅنګ انټي بیوټیک خاصیت لري چې د بکتریا او میکروبونو پر وړاندې مقابله کوي او د موسمي ناروغیو څخه خوندي رامنځته کوي.

دغه راز د سرطاني حجرو مخنیوی کوي او ددې خطرناکې ناروغۍ مخه نیسي. د میتابولیزم عملیه تېزوي او په دې ډول د چاغوالي مخنیوی کوي او ترڅنګ یې د زړه او شریانونو د ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

کورکمن لرونکې شېدې دماغو ته وړتیا ورکوي، د انټي اکساید په لرلو د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب کېږي، د کلسیم شتون یې هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي، د شکر ناروغانو ته ګټور وي او که چېرته د خوب ستونزه لرئ نو د کورکمن لرونکو شېدو څخه ګټه پورته کړئ.

دا هم ولولئ

له خوب دمخه د ډېرو اوبو څښل زیانمن وي؟

روغتیایي کارپوهان تل ډېرو اوبو پر څښلو ټینګار کوي، ځکه چې ډېرې اوبه د بدن …