کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / نن د انګلستاني لوبغاړي جوني بیرسټو ۳۲مه کلیزه ده

نن د انګلستاني لوبغاړي جوني بیرسټو ۳۲مه کلیزه ده

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو پیلیز او د ټیسټ لوبو د میډل آرډر توپ وهونکی جوني بیرسټو له نن څخه ۳۲ کال وړاندې د سپتمبر په ۲۶مه نېټه زېږېدلی دی.

نوموړی له ۲۰۱۱ کال راهیسې د انګلستان لپاره نړیوال کرکټ کوي او لومړی لوبغاړی دی چې په پنځوس اوریزو لوبو کې یې په لوړ سټرایک ریټ ۱۰۰۰ منډې پوره کړي دي او په ۲۰۱۹ کال کله چې انګلستان لوبډلې نړیوال جام ګاټه، نو جوني بیرسټو یې هم د لوبډلې برخه و.

نوموړی د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سربېره په کورنیو لیګونو کې هم لوبډلی چې د انګلستان له یارکشیر او د هند تجارتي سیالیو (آی پي اېل) کې د سنرایزر حیدر آباد په ګټه لوبېدلی دی او اوس د نړیوال جام لپاره هم اعلان شوی دی.

جوني بیړسټو تر دې دمه په ۷۸ ټیسټ لوبو کې برخه اخیستې ده، ۴۳۸۱ منډې لري چې شپږ سلیزې او ۲۲ نیمه سلیزې پکې شاملې دي او غوره توپ وهنه یې د ۱۶۷ ناسوځېدلو منډو ترسره کول دي.

دغه راز ۸۹ یوه ورځنۍ لوبې یې کړي، په دې لوبو کې ۳۴۹۸ منډې لري چې ۱۱ سلیزې او ۱۴ نیمه سلیزې لري او غوره منډې یې ۱۴۱ ناسوځېدلې منډې کول دي او په ۵۷ شل اوریزو لوبو کې برخه اخیستې ۱۱۴۳ منډې لري چې ۷ نیمه سلیزې پکې شاملې دي او غوره منډې یې د ۸۷ ناسوځېدلو منډو کول دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …