کورپاڼه / روغتيا / د ممپلیو روغتیايي ګټې
ممپلي

د ممپلیو روغتیايي ګټې

عمومي معلومات: په حيرانتیا سره باید وويل شي ممپلي د لوبیا له کورنيو څخه دي او حبوباتو څخه شمېرل کیږي، لکه لوبیا، نخود، جوار. ممپلي په South America in Brazil کې وموندل شو او په ۱۸۰۰مه پيړۍ کې امریکایانو د ممپلیو یو نړیوال تولید په توګه وپيژندل شو هغه وخت امریکایانو به ۵ پونډه ممپلیو استفاده کوله مګر اوس دغه اندازه ۵۰٪ لوړه شوې.

روغتیایی ګټې:

د زړه د ناروغیو لپاره: ممپلي د زړه ناروغانو لپاره تر ټولو ښه او ارزانه خواړه دي ځکه د ممپليو په خوړلو سره ستاسې د ویني.غوړ یا کوليسټرول سویه ټيټوي کوم چې د زړه رګونو لپاره تر ټولو خطرناک غوړ دی او ډيرې مرضونو لامل همدا د ویني غوړ دی او په دې سره د دماغي او زړه حملو مخینوی کوي.

د عمر زیاتوالی: موږ شکر الحمدلله مسلمانان یو او زموږ تقدیر زموږ له پيدايښته مخکې رب موږ ته لیکلی مګر دغه څيړنه یو غیری.مسلم ډاکټرانو لخوا شوې چې پکې ويل شوې ممپلي د غمر زیاتوالی ترڅنګ د ناڅاپي مړینو مخه نیسي دا چې په کوم ثبوت او میکانیزم په دغه لیکنه کې نه دې ویل شوې نو مرګ او ژوند الله ج لخوا دی کله چې چاته ژوند وغواړي او که مرګ الله ج لخوا ورکول کیږي، هيڅ ځواک او نړۍ یی نشي اوږدولای.

د شکرې ناروغۍ لپاره: ممپليو په استعمال سره د شکرۍ مزمنۍ ناروغۍ خطر راښکته کولای شي ځکه ممپلي په لږه اندازه قند لري کوم چې د شکرې لوړوالي سبب نه کیږي .

ممپلي د التهاب ضد تاسير: ممپلي په لوړه کچه فایبر لري.کوم چې د بدن معافیت لوړلو ترڅنګ هاضمي سيستم سره هم.مرسته کوی او د التهاب ضد تاسير لري.

د معدې سرطان مخنیوی کوي: ډير عمر لرونکی اشخاص که چرته د ممپلیو استفاده ډيره وکړي نو د معدې د سرطان باندې به اخته نه شي او خطر کمولو کې.مرسته کوي.

ممپلي د دې موادو غوره منبع ده: Magnesium،  Folate،  Vitamin E،  Copper،  Arginine

د ممپلیو ۴\۱ برخې څخه لاندې اندازه انرجي راځي: Calories: 207، Protein: 9 grams، Fat: 18 grams، Carbohydrates: 6 grams، Protein: 9 grams، Fiber: 3 grams

نوټ: ممپلي هر شخص ته ښه هم نه دي، د خوړو سره الرجیک اشخاص باید ممپلي استعمال نه کړي ځکه ممپلي د الرجۍ رامنځته کېدو سبب کیږي.

لیکوال : ډاکټر طارق حبیب

دا هم ولولئ

له خوب دمخه د ډېرو اوبو څښل زیانمن وي؟

روغتیایي کارپوهان تل ډېرو اوبو پر څښلو ټینګار کوي، ځکه چې ډېرې اوبه د بدن …