کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو د تعلیم لپاره غږ پورته کړ
ملاله یوسفزۍ

ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو د تعلیم لپاره غږ پورته کړ

د نوبیل جایزې کم عمره ګټونکې او مشهورې پښتنې ملالې یوسفزۍ په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره د نړیوالو څخه د غږ پورته کولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د غونډې په ترڅ کې د ښځو د تعلیم په اړه د ویډیو له لارې خبرې وکړې او د ښځو د حقونو د ساتنې او د تعلیم په اړه خبرې وکړې.

ملالې یوسفزۍ وویل، چې اوس د دې وخت راغلی دی، چې نړۍ د ښځو د حقونو ساتنه باید یقیني کړي او د دوی د تعلیم لپاره هم کار وکړي.

هغې له نړیوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د افغان نجونو د حقونو څخه د هغوی د زده کړو ترلاسه کولو حق هم دی او باید د دې لپاره کار وشي.

د یادولو وړ ده چې ملاله یوسفزۍ په نړیواله کچه د نجونو د تعلیم لپاره کار کوي او هر ځای د نجونو د تعلیم او حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي.

دا هم ولولئ

ا.ا، امریکا ته: موږ ته وخت راکړئ چې افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړو

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مـلـا خـیـرالله خـیـر خـو ا ه، له …