کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای سوپر کینګز د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه

چینای سوپر کینګز د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه

سنیل ناراین د لوبې په وروستي اور کې ډېره ښه توپ اچونه وکړه، دوه ویکټې یې هم ترلاسه کړې خو و یې نشو کړای چې د ۴ منډو دفاع وکړي او په وروستي توپ یې هدف پوره کړ.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۳۸مه لوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې کلکتې د پچې تر ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

کلکته نایټ رایډرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې راهول ۴۵، اندري رسل ۲۰ او نیټیش رانا ۳۷ او دینش کارتیک ۲۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د چینای سوپر کینګز له لورې په توپ اچونه کې شردل ټاکور او جوش هیزلیووډ ښه توپ اچونه وکړه، هغوی دواړو دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې. دغه جدیجا بیا یوه ویکټ واخیسته.

چینای سوپر کینګز یاد هدف د لوبې په وروستي توپ په داسې حال کې ترلاسه کړ، چې اته ویکټې یې له لاسه ورکړې وې او په دې سره یې په دوه ویکټو بریا ترلاسه کړه، چې له ډلې یې رتوراج کیکواډ ۴۰، ډوپلیسي ۴۴ او معین علي ۳۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د کلکتې لپاره سنیل ناراین ښه توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز اندري رسل، ورون چکرورتي، لوکي فریکوسن او فرسید کرشنا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …