کورپاڼه / خبرونه / د کاتولیک مذهب هغه پاپ چې د مولانا رومي له شاعرۍ اغېزمن شو او اسلام یې ومانه

د کاتولیک مذهب هغه پاپ چې د مولانا رومي له شاعرۍ اغېزمن شو او اسلام یې ومانه

د کاتولیک مذهب پاپ، امریکایي اوسیدونکی او د پوهنتون استاد کریګ ویکټر فینټر د مولانا جلال الدین بلخي شاعرۍ څخه اغېزمن شوی او اسلام یې ومانه.

د ترکیي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي چې ډاکتر فینټر په ۱۹۵۵ کال د امریکا په شمالي ایالت کیرولینا کې زېږېدلی دی او په لاس اینجلس کې را لوی شوی دی.

نوموړي له یوې کاتولیکي کلسیا څخه زده کړې ترلاسه کړي او پاپ شوی دی. هغه تر لسو کلونو پورې د پاپ په حیث دنده ترسره کړې ده او په دې دوران کې یې د یوې تعلیمي ادارې استادي هم کوله.

خو ددې هر څه سربېره بیاهم په دې هڅه کې و چې حقیقت ومومي او په ۲۰۰۴ کال د یوې غونډې پرمهال، چې په امریکا کې ترسره شوه، د مولانا جلال الدین بلخي له ۲۲م نسل لمسي ایرسین چیلیبي بای رو سره لېدنه وشوه.

د لېدنې پرمهال هغه د اسلام په اړه معلومات ترلاسه کړ، چې بیا قونیه یې دعوت کړ او د هغه د واده په مراسم کې ګډون وکړ، چې بیا یې د سماع په مراسم کې معنوي اغېزمن شو او په ۲۰۰۶ کال یې د اسلام لپاره ځان انتخاب کړ، دوه میاشتې وړاندې هغه قونیه کې استوګن شو او نوم یې اسماعیل فینټر کېښود.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …