کورپاڼه / خبرونه / عمان لوبډلې پاپو نیوګینیا لوبډلې ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

عمان لوبډلې پاپو نیوګینیا لوبډلې ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

د عمان لوبډلې لوبډلمشر ذیشان مقصود په توپ اچونه کې د پاپو نیوګینیا لوبډلې ملا ماته کړه او خپله لوبډله یې بریالۍ کړه.

دغه لوبه چې د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې د لوبې پچه د پاپو نیوګینیا لوبډلې وګټله او عمان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

عمان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې سوراج کمار ۶۲ ناسوځېدلې، عیان خان ۴۴ او عاقب الیاس ۳۴ منډې وکړې او د پاپو نیوګینیا لخوا کابوا موریا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

پاپو نیوګینیا ونشو کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او ټول لوبغاړي یې په ۱۴۰ منډو له لاسه ورکړل، چې له ډلې جیسن کیلا ۳۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د عمان له لورې لوبډلمشر ذیشان مقصود ترټولو ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز عیان خان درې او عاقب الیاس دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …