خپلواک وېبپاڼه (١ دسمبر ٢٠١٩): شاه رخ خان چې ډېر وخت کېږي له فلمونو ليرې دى او وخت نا وخت د هغه د راتلونکي فلم په اړه اوازې هم خپرېږي، خو تازه خبر دا دى چې شاه رخ خان ٣ فلمونو ته خپل مثبت ځواب ورکړى دى او ښايي په راتلونکي کال کې د درې واړه فلمونو ثبت هم پيل شي.
د شاه رخ خان وروستى فلم (زيرو) و چې په ٢٠١٨ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و، خو له دغه فلم چې څومره هيلې کېدې، هغه هيلې دغه فلم پوره نه کړې او ويل کېږي چې د شاه رخ خان يو له کمزورو فلمونو څخه و.
د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، ويل کېږي چې شاه رخ خان به ډېر ژر د فلم جوړونکي راج کمار هيراني د راتلونکي فلم لپاره ثبت پيل کړي.
هندي رسنۍ په خپلو راپورونو کې زياتوي، چې راج کمار هيراني د خپل راتلونکي فلم لپاره له شاه رخ خان سره تاريخ ټاکلى دى او ښايي دواړه د نوي فلم ثبت د راتلونکي کال په اپريل مياشت کې پيل کړي. خو په دې تړاو نه هم راج کمار هيراني او نه هم شاه رخ خان تر دې مهاله پورې په رسمي بڼه څه ويلي دي.
همدا راز دا خبر هم دى، چې شاه رخ خان ښايي په راتلونکي کال کې د درې فلمونو ثبت پيل کړي. نوموړى د جنوبي هند فلم جوړونکي اټيلي، راج کمار هيراني او علي عباس ظفر فلمونو ته مثبت ځواب ورکړى دى.
ځينو سرچينو ويلي دي، چې د شاه رخ خان له درې واړو سره خبرې روانې دي او د دغه فلم جوړونکو د راتلونکو فلمونو کيسې هم د شاه رخ خان خوښې شوي دي او ښايي ژر د دغه فلمونو په اړه رسمي اعلان هم وشي.