کورپاڼه / خبرونه / معین علي د ټیسټ کرکټ د نه کولو پرېکړه کړې

معین علي د ټیسټ کرکټ د نه کولو پرېکړه کړې

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړي معین علي له ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد اخیستلو پرېکړه کړې او ویلي یې دي، چې ټول تمرکز به په محدود اوره فارمټ لوبو کې وي.

نوموړی نه یوازې چې یو ښه توپ وهونکی دی، ترڅنګ یې ورو توپ اچونکی هم دی او په وروستۍ ځل یې د هند پر وړاندې په هغه ټیسټ لوبلړۍ کې برخه واخیست، چې په اګست کې ترسره شوه.

که څه هم دغه لوبلړۍ بشپړه نه شوه او یوه لوبه یې د کرونا په سبب وځنډېده او هند د ۲-۱ پر وړاندې بریا و. معین خپله پرېکړه تېره د لوبډلې مشر روزونکې، د غوراوي کمیټې او لوبډلمشر ته اورولې وه.

معین علي په ۲۰۱۴ زېږدیز کال د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته راغی. لومړنۍ ټیسټ لوبه یې په ۲۰۱۴ کال د سریلانکا او وروستۍ لوبه یې تقریباً میاشت وړاندې د هند پر وړاندې ترسره کړه.

هغه ټولې ۶۴ ټیسټ لوبې ترسره کړي، په دې لوبو کې ۲۹۱۴ منډې لري، چې ۵ سلیزې او ۱۴ نیمه سلیزې لري او په دې لوبو کې یې ۱۹۵ ویکټې هم اخیستي، چې یو ځلې یې ۱۰ او پنځه یې ځلې ۵-۵ ویکټې ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …