کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان د پنځم ځل لپاره هم په بیګ باش لیګ کې له ادلید سټرایکرز لوبډلې سره تړون وکړ

راشد خان د پنځم ځل لپاره هم په بیګ باش لیګ کې له ادلید سټرایکرز لوبډلې سره تړون وکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي او د شل اوریزو لوبو پخواني لوبډلمشر راشد خان د پنځم ځل لپاره د استرالیا په سوداګریزو سیالیو (بیګ باش) کې له ادلید سټرایکرز لوبډلې سره تړون وکړ.

راشد خان له ادلید سټرایکرز لوبډلې سره په تړون خوښ دی او ویلي دي چې زه ډېر خوشحاله یم چې د یادې لوبډلې لپاره لوبېږم. له ادلید سټرایکرز کلب سره مینه لرم او هیڅکله به یې پرېنږدم.

نوموړي د بیګ باش لیګ په تېرو څلورو پړاوونو کې د ادلید سټرایکرز لوبډلې لپاره لوبېدلی دی او په دې لیګ کې یې لومړنۍ لوبه د ۲۰۱۷ کال د ۱۲مې میاشتې په ۲۲مه نېټه ترسره کړه.

هغه تر دا مهاله په دې لیګ کې ۵۰ لوبې کړي، ۷۲ ویکټې یې ترلاسه کړي او غوره توپ اچونه یې د ۲۲ منډو په ورکړه د څلورو ویکټو اخیستل دي.

دغه راز په توپ وهنه کې هم ښه تمام شوی، ۳۵ ځلې توپ وهنې ته وتلی دی او د ۱۵۵.۴۵ سټرایک ریټ په درلودلو ۳۱۴ منډې لري، چې ترټولو غوره منډه یې د ۴۰ منډو جوړول دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …