کورپاڼه / روغتيا / ویټامین B12 په بدن کې څه دنده لري، د کمښت نښې نښانې او درملنه
ویټامین بي ۱۲

ویټامین B12 په بدن کې څه دنده لري، د کمښت نښې نښانې او درملنه

ویټامین B12 زموږ د بدن لپاره ډيرې دندې برابروي: لکه زمونږ د بدن د ویني تولیدولو حجرات یا Red blood cell جوړوي همدارنګه زمونږ د بدنDNA ترتيبوي.

هغه خواړه کوم چې د ویټامین B12 څخه غني دي: حيواني خواړه: ټول حیواني محصولات په کافي اندازه ویټامین B12 څخه برخمن دی. مستې، شيدې، هګۍ، غوښه، ماهي دا هغه خواړه دي کوم چی  ویټامین B12 ورپکې شته.

د  ویټامین B12 د کمښت: د متحده ایالاتو وګړي په کافي اندازه ویټامین B12 اخلي مګر که تاسې چرته شکمن ياست چې ویټامین B12 اندازه مو کمه ده یا چیک کړي نو يو ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ترڅو ستاسو د وینې ټیسټ وکړي او اندازه یې درته معلومه کړي. د عمر په زیاتوالي سره دا ستونزمنه کیږي چې دغه ویټامین په بدن کې جذب شي او یا خاص پروسیجرونو سره هم لکه عملیاتونو یا د معدې یوې برخې لرې کولو سره او یا هم د نشیه موادو زیات استعمال سره د دغه ویټامین پر کمبود اخته کیدای شو. ځينو ناروغیو کې هم دغه ویټامین کمښت رامنځته کیږي لکه کرون، سيلیاک، ګاسټرايټس په نومونو ناروغیو کې هم رامنځته کیږي.

د ویټامین B12 د کمښت نښې نښانې: د کمزورۍ احساس کول، د  ستړیا احساس کول، تنفس او زړه ضربان زیاتېدل، د پوستکي خړ پړ کېدل، د ژبې همواریدل، د اشتها کمزوري کېدل، قبضیت یا اسهالات پيښيدل، په غوږنو کې بنګهاری اوازونه او پر پوستکي باندې ستنو چوخیدل، څړیکو وهل، د سترګو د دید خړ پړ کیدل، د حرکاتو ستونزه ، د يادښت کمزوري او عصبي پريشاني.

د ویټامین B12 د کمښت درملنه: کله چې د ویټامین B12 د کمښت تشخيص وشو نو درملنه يې د خولې د لارې ویټامین B12 درمل استعمال یا هک د غوښې فيشکاریو پواسطه ویټامین B12 درملنه کیدل.

د ویټامین B12 د کمښت مخنیوی: د حیواني محصولاتو زیاته استفاده لکه هګۍ، ماهي، شيدې، غوښه، کولای شئ چې د دغه خوړو په استعمال سره د ویټامین B12 د کمښت مخنیوی وکړئ.

لیکوال: ډاکټر طارق حبیب

دا هم ولولئ

له خوب دمخه د ډېرو اوبو څښل زیانمن وي؟

روغتیایي کارپوهان تل ډېرو اوبو پر څښلو ټینګار کوي، ځکه چې ډېرې اوبه د بدن …