کورپاڼه / خبرونه / ویرات کوهلي په شل اوریزو لوبو کې یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

ویرات کوهلي په شل اوریزو لوبو کې یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې او په آی پي اېل کې د رایل چیلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي یو بل ریکارډ هم خپل کړ او لومړی هندي لوبغاړی شو، چې په شل اوریزه لوبو کې لس زره منډې جوړوي.

ویرات کوهلي، چې ورځې وړاندې یې د بېنګلور لپاره خپله ۲۰۰ لوبه وکړه او په هغې سره لومړی لوبغاړی شو چې د یادې لوبډلې لپاره دومره لوبې کوي، نن یې یو بل ریکارډ ته هم ځان ورساوه.

که څه هم کوهلي د هند په سطحه لومړی لوبغاړی شو، چې دغه کارنامه ترسره کوي، خو په نړیواله کچه له هغه وړاندې څلورو لوبغاړو کریس ګیل، کیرن پولارډ، شعیب ملک او ډیویډ وار په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰۰۰ منډې بشپړې کړي.

کریس ګیل لومړنی لوبغاړی دی چې په شل اوریزو لوبو کې ۱۴۲۷۵ منډې لري، ورپسې کیرون پولارډ په ۱۱۱۹۵ منډو، شعیب ملک ۱۰۸۰۸ منډږ او ډیویډ وارنر ۱۰۰۱۹ منډو له ویرات کوهلي مخکې دي.

نوموړي تېره شپه په داسې حال کې یاد هدف ته ځان ورسولو چې خپله ۳۱۴مه شل اوریزه لوبه یې کوله، هغه د چینای سوپر کینګز پر وړاندې ۵۱ منډې وکړې او لوبډلې یې بریا خپله کړه.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …