کورپاڼه / خبرونه / فضلي، اشرف ته: د هرې پرېکړې په اړه به ولس ته ځواب ورکوې
فضلي او اشرف

فضلي، اشرف ته: د هرې پرېکړې په اړه به ولس ته ځواب ورکوې

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي د غوراوي کمېټې مشر سره لیدلي او هغه ته یې ویلي دي، چې د لوبغاړو په غوراوي کې دې تخنیکي اړخونه په پام کې نیسي، حق دې حقدار ته ورکوي او د هرې پرېکړې په اړه دې ولس ته ځواب ورکوي.

د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي وېبپاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې عزیزالله فضلي نن د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړو سره لیدلي دي او میروېس اشرف یې د دې کمېټې د مشر په توګه معرفي کړی دی.

په دغه ناسته کې د غوراوي کمېټې غړو خپل راپور هم چیرمېن ته وړاندې کړی دی او د میرویس اشرف په ګمارنه یې خوښي هم ښکاره کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې عزیزالله فضلي د غوراوي کمېټې مشر میرویس اشرف او غړو ته لارښوونه وکړه چې، د لوبغاړو په غوراوي کې ټول تخنیکي اړخونه په پام کې ونیسي، ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي او د هرې پرېکړې په اړه به د افغانستان ولس ته په وضاحت ځواب ورکوئ.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: ښاغلي میرویس اشرف د کرکټ بورډ د عمومي مشر ښاغلي فضلي له باور څخه مننه وکړه چې ددې ستر کار مسؤلیت یې نوموړي ته وسپاره او ژمنه یی وکړه چې د خپلې کرکټ تجربې او ټولو اړخونو ته په کتو به د لوبغاړو غوره ټاکنه کوي او ملت ته به ځواب ورکوي.

د یادولو وړ ده چې میرویس اشرف د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی پاتې شوی دی، که څه هم له ډېر وخت راهیسې نوموړی نه دی لوبېدلی، خو تراوسه پورې هغه له کرکټ څخه په رسمي ډول استعفا هم نه ده ورکړې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …