کورپاڼه / سياست او روانې چارې / تازه خبر: اشرف غني هم د ا.ا ملاتړ وکړ او له نړیوالو یې د دوی په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه
اشرف غني ۱

تازه خبر: اشرف غني هم د ا.ا ملاتړ وکړ او له نړیوالو یې د دوی په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ډېر وخت وروسته یو ځل بیا په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې پوسټ کړی دی او پکې یې له نړیوالو غوښتنه کړې ده چې د ا.ا حکومت دې په رسمیت وپېژني.

د اشرف غني په وروستي پوسټ کې د هغه فکر او نظر تر ډېره بدل ښکاره کېږي او نوموړي د افغانستان او د نوي حکومت په ملاتړ باندې څرګندونې کړې دي.

اشرف غني په هغه کار هم نیوکې کړې دي چې د پخواني حکومت ځینې کسان په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په استازولۍ خبرې کوي، هغه وویل چې دا خلک د افغان ولس او حاکم حکومت استازولي نه شي کولای.

نوموړي له نړیوالو څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان ملت څخه دې نه لیرې کېږي، د اوسني حکومت سره دې تعامل وکړي، مرستې دې ورسره وکړي او د افغان ولس کنګل شوې بودیجه دې ورکړي او دوی دې په رسمیت وپېژني.

هغه په خپل پوسټ کې همدا راز لیکي: ((نړیوال باید درک کړي که سوکاله او امن افغانستان غواړي نو دي د دوستۍ لاس ورکړي؛ په دښمني یې تر خپل اغیز لاندي نه شي راوستلای لکه څرنګه چې په تېرو شلو کلونو کې ورته تجربه شول.))

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي فېسبوکپاڼه کې شوی پوسټ لاندې ولولئ:

اشرف غني پوسټ

دا هم ولولئ

ا.ا، امریکا ته: موږ ته وخت راکړئ چې افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړو

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مـلـا خـیـرالله خـیـر خـو ا ه، له …