کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ایا د اشرف غني فېسبوکپاڼه هېک شوې؟ حقیقت څه دی؟ او د خلکو غبرګون
اشرف غني ۲

ایا د اشرف غني فېسبوکپاڼه هېک شوې؟ حقیقت څه دی؟ او د خلکو غبرګون

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي فېسبوکپاڼه کې یو پوسټ شوی دی، چې هغه پکې د ا.ا حکومت د ملاتړ خبره کړې ده، له نړیوالو یې غوښتنه کړې ده، چې له دې حکومت سره دې مرستې وکړي او په رسمیت دې یې وپېژني.

اشرف غني پوسټ

د هغه په فېسبوکپاڼه کې د دې پوسټ سره که یو خوا سلګونه کسانو د هغه د دریځ ستاینه کړې ده، خو ډېری خلکو بیا د نوموړي د دریځ داسې ناڅاپي بدلېدو سره د حېرانتیا څرګندونه هم کړې ده.

د هغه په دغه پوسټ باندې یوازې په ۲۰ دقیقو کې تر ۱۰ زره څخه زیاتې تبصرې شوې دي او ډېری خلکو بیا دا خبره کړې ده، چې د اشرف غني پاڼه هېک شوې ده او دا پوسټ د بل کوم کس له خوا شوی دی.

ځینو کسانو بیا په دغه متن کې تېروتنو ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي، چې د اشرف غني د پاڼې له خوا د داسې پوسټ هیله نه کېده او دا د بل چا له خوا لیکل شوی متن دی، چې د هغه په پاڼه یې خپور کړی دی.

څرګندونې

ډېری کسانو په کمنټونو کې بیا له اشرف غني نه دا غوښتنه هم کړې ده، چې وطن ته دې بېرته راشي او خلک ورپسې خپه دي. خو بیا هم ډېر خلک په دې اړه اندېښنه لري چې د هغه پاڼه هېک شوې ده او کنټرول یې د بل چا په لاس کې دی.

څرګندونې ۱

د ارګ یو پخواني همکار محبوب شاه محبوب هم په دې اړه یو پوسټ کړی دی او لیکلي یې دي، چې د اشرف غني پاڼه هېک شوې ده او د دوی د همکارانو په لاس کې نه ده.

محبوب شاه محبوب

د یادولو وړ ده چې اشرف غني له افغانستان څخه د ځان ایستلو وروسته یو ځل په خپله همدغه پاڼه باندې په ژوندۍ بڼه هم راغلی و او له خلکو سره یې خبرې کړې وې.

د دې تر څنګ څو ورځې وړاندې سرور احمدزي له یو ټلویزیون سره په خپله مرکه کې دا هم ویلي و، چې د ا.ا مشرانو د هغه له لارې او نېغ په نېغه د اشرف غني سره تماسونه هم نیولي دي. هغه ویلي و چې اشرف غني د افغانستان قانوني ولسمشر دی او دوی له نړیوالو سره په اړیکه کې دي او ولس یې نه دی هېر کړی.

دا هم ولولئ

ا.ا، امریکا ته: موږ ته وخت راکړئ چې افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړو

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مـلـا خـیـرالله خـیـر خـو ا ه، له …