کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ((د اشرف غني فېسبوکپاڼه هک شوې، نشر شوي ټوله محتوا د اعتبار وړ نده))
اشرف غني ۳

((د اشرف غني فېسبوکپاڼه هک شوې، نشر شوي ټوله محتوا د اعتبار وړ نده))

د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د رسمي ټویټر اکاونټ څخه په یو ټویټ کې ویل شوي دي چې د هغه رسمي فېسبوکپاڼه هک شوې ده او ترې خپاره شوي شیان د اعتبار وړ نه دي.

شاوخوا څه کم یو ساعت مخکې د اشرف غني له رسمي فېسبوکپاڼې څخه یو پوسټ شوی دی، چې پکې د ا.ا حکومت ملاتړ شوی دی، له نړیوالو یې د دوی په رسمیت د پېژندلو، له دوی سره د مرستې او د کنګل شویو پېسو د راخلاصولو غږ کړی دی.

په دغه پاڼه کې د یاد پوسټ له خپرېدو سره سم ډېری خلکو وویل، چې ښايي د اشرف غني رسمي پاڼه هک شوې وي، ځکه چې په داسې ناڅاپي ډول د هغه نظر بدلېدل ورته د منلو وړ نه و.

اوس تازه د اشرف غني له رسمي ټویټر اکاونټ څخه په دې اړه یو ټویټ شوی دی او پکې یې ویلي دي، چې د اشرف غني د فېسبوک رسمي پاڼه له پرون راهیسې هک شوې ده.

په ټویټ کې لیکل شوي: ((د ډاکټر محمد اشرف غني د فیسبوک رسمي پاڼه له پرون راهیسي هک شوې ده. د پاڼې د بیا ترلاسه کولو پورې لدغې پاڼې نشر شوي ټوله محتوا د اعتبار وړ نده.))

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …