کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د اشرف غني په فیسبوکپاڼه د ا.ا په ملاتړ شوی وروستی پوسټ بېرته ډیلیټ شو
غني

د اشرف غني په فیسبوکپاڼه د ا.ا په ملاتړ شوی وروستی پوسټ بېرته ډیلیټ شو

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي فېسبوکپاڼه کې د ا.ا په ملاتړ یو پوسټ شوی و، خو د غني په ټویټر پاڼه په یو ټویټ کې وویل شول، چې فېسبوکپاڼه یې له پرون راهیسې هک شوې ده او پکې خپور شوی پوسټ د اعتبار وړ نه دی.

په دغه پوسټ کې د هغه له قوله داسې لیکل شوي و، چې ګوا کې د ا.ا حکومت ملاتړ کوي او له نړیوالو غوښتنه کوي چې له دوی سره دې مرستې وکړي او په رسمیت دې یې وپېژني.

د اشرف غني همکارانو هم په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې د هغه رسمي پاڼه د دوی له لاسه وتلې ده او دوی هڅه کوي چې ژر دغه پاڼه بېرته ترلاسه کړي.

هغه پوسټ چې د مخکیني ولسمشر په پاڼه کې شوی و، شاوخوا د یو ساعت تېرېدو نه وروسته اوس له دغه پاڼې څخه بېرته ډیلیټ شوی دی، چې لسګونه زره کسانو پرې تبصرې هم کړې وې.

د یادولو وړ ده چې د اشرف غني له رسمي فېسبوکپاڼې څخه وروستی پوسټ د اګست په ۱۸ شوی و، په دغه ورځ هغه په ژوندۍ بڼه راغلی و او افغان ولس ته یې وېنا کړې وه، چې له هغه وروسته بیا نوموړي هېڅ پوسټ نه و کړی.

دا هم ولولئ

ا.ا، امریکا ته: موږ ته وخت راکړئ چې افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړو

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مـلـا خـیـرالله خـیـر خـو ا ه، له …