کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په بیګانۍ لوبه کې د کوهلي ترڅنګ هرشل پټیل هم ویاړ ترلاسه کړ

په بیګانۍ لوبه کې د کوهلي ترڅنګ هرشل پټیل هم ویاړ ترلاسه کړ

تېره شپه د آی پي اېل لیګ په ۳۹مه لوبه کې د رایل چیلنجر بېنګلور او ممبۍ انډینز لوبډلې سره مخ شوې، چې بېنګلور لوبډلې د ګلین میکسویل او ویرات کوهلي په ښه توپ وهنې او د هرشل پټیل په توپ اچونې سره ممبۍ ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې له یوې خوا ویرات کوهلي لومړی هندي او پنځم نړیوال لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰۰۰ منډې پوره کوي، نو ترڅنګ یې هرشل پټیل هم د ځان لپاره وړیا ترلاسه کوي.

هرشل پټیل په بیګانۍ لوبه کې په پرلپسې دریو توپونو د کیرن پولارډ، هاردیک پانډیا او راهول چاهار ویکټې ترلاسه کړې، چې په دې سره یې نه یوازې د ممبۍ لوبډلې ملا ماته کړه، بلکې د ځان او لوبډلې لپاره یې هیټریک یې هیټریک هم وکړ.

نوموړي د لومړي ځل لپاره د ځان لپاره هیټریک وکړ، خو د بېنګلور لپاره یې د دریم توپ اچونکي په توګه دغه کارنامه ترسره کړه، ځکه له هغه وړاندې پروین کمار په ۲۰۱۰ کال د راجستان او سمیول بدري په ۲۰۱۷ کال د ممبۍ پر وړاندې دغه کارنامه ترسره کړې وه.

هرشل پټیل د آی پي اېل د روان پړاو ترټولو غوره توپ اچونکی هم دی، هغه په ۱۰ لوبو کې ۲۳ ویکټې ترلاسه کړي او ارغواني رنګه خولۍ په سر ده.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …