کورپاڼه / خبرونه / پر دریو سریلانکایي لوبغاړو د بندیز د لېرې کولو غوښتنه رد شوه

پر دریو سریلانکایي لوبغاړو د بندیز د لېرې کولو غوښتنه رد شوه

د سریلانکا کرکټ بورډ د دریو هغه لوبغاړو، چې په انګلستان کې یې د (باییو سیکیور ببل) پر وړاندې سرغړونه کړې وه او د لوبو بندیز پرې لګېدلی و، د بندیز د لېرې کولو غوښتنه رد کړه.

راپورونه وایي چې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي هر یو ګوناتکلا، کوشل مینډس او نیروشن ډکویلا انګلستان ته د سفر پرمهال په سرکونو ګرځېدل چې له امنیتي کامرو څخه یې ویډیو ترلاسه شوې وه.

هغه وخت درې واړه لوبغاړي له اړوندو اصولو څخه د سرغړواي په کولو خپل هیواد ته لېږل شوي ول، چې بیا د سریلانکا کرکټ بورډ هغوی یو کال له نړیوال کرکټ بند کړ، شپږ میاشتې له کورني کرکټ او لس میلونه سریلانکایي روپۍ جریمه کړي ول.

اوس درې واړو لوبغاړو مینډس، ګوناتکلا او ډکویلا د سریلانکا له کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې، چې پر هغوی پورې شوی بندیز دې لېرې کړي، خو هغوی پرته له دې چې په دې اړه بحث وکړي، دغه غوښتتنه یې رد کړې ده.

د یادولو وړ ده چې په دریو واړو لوبغاړو د لوبډلې د ادارې له لارښوونو د سرغړواي ترڅنګ د لوبغاړو د خونديتوب په خطر کې د اچولو تور هم پورې شوی و او ترڅنګ یې د شپې تر لس نیمو بجو پورې بهر ګرځېدل، چې د هوټل کامرو کې راخیستي ول.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …