کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / د افغانستان د ملي لوبډلې درې هغه ستونزې چې ښایي په نړیوال کې یې له مخکې تګ پاتې کړي

د افغانستان د ملي لوبډلې درې هغه ستونزې چې ښایي په نړیوال کې یې له مخکې تګ پاتې کړي

د شل اوریزو لوبو نړیوال جام ته لاهم شل ورځې پاتې دي، یعنې د راتلونکې اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه به د هند په کوربتوب په عربي اماراتو او عمان کې پیل شي.

افغان لوبډله به پخپل ګروپ کې له نیوزیلېنډ، هند او د پاکستان په ګډون له دوو نورو لوبډلو سره لوبې وکړي که څه هم افغان لوبډلې په ډېر لږ وخت کې ډېر اوږد مزل کړی، خو ځینې ستونزې لاهم پخپل مخ کې لري او هغه باید حل شي.

د افغان لوبډلې ترټولو لویه ستونزه د توپ وهنې د پیل ستونزه ده. له کله راهیسې چې افغان لوبډله جوړه شوې ورسره جوخته دغه ستونزه هم راروانه ده چې تر اوسه یې حل نه دی موندلی دی.

د نړیوال جام لپاره په اعلان شوې لوبډله کې د پیلیز توپ وهونکو په حیث محمد شهزاد، رحمن الله ګربز، حضرت ځاځی او عثمان غني اعلان شوي، خو په دې لوبډله کې بدلون راځي، نو وګورو نو په پیل کې ښایي پر محمد شهزاد او ګربز حساب وشي، خو دا به یوه غلطه پرېکړه وي.

ځکه چې محمد شهزاد له ډېر وخت راهیسې په لوبډله کې نه دی لوبېدلی او ترڅنګ یې فیټنس هم نه دی برابر او د پخوا په څېر ترې د توپ وهنې تمه هم نشي کېدای. دغه راز دویمه لویه ستونزه د چټک توپ اچونکي دی چې تر ډېره ښایي حمید حسن ولوبول شي.

حمید حسن هم د تېرو تجربو پر اساس، ښه نشي تمامېدلی او د یو ښه او ځوان لوبغاړی ځای یې نېولی دی، یعنې که چېرته د محمد شهزاد او حمید حسن پرځای ځوان لوبغاړي پورته شي نو ممکن مثبت تمام شي.

دریمه ستونزه د فشار منل دي، یعنې افغان لوبډله به د هند، پاکستان او نیوزیلېنډ لوبډلو تر فشار لاندې وي. موږ له وړاندې تجربه کړي چې د یادو لوبډلو د فشار له امله موږ ډېرې آسانه لوبې هم له لاسه ورکړي. که څه هم افغان لوبډله په نړیوال جام کې ښه لوبه وکړي نو یادې ستونزې موجودې وي، نو افغان به دویم پړاو ته لار ونشي موندلی.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …