کورپاڼه / کرکټ / شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول پوهېږو چې پاکستان کې میلمه لوبډلو ته په کوم معیار امنیت نېول کېږي او بهرنۍ لوبډلې له امنیتي څېړنو وروسته لوبډلې رالېږي.

هغوی له ټولو ستونزو څخه په بشپړ ډول خبرېږي او له هغې وروسته بیا پاکستان ته د سفر لپاره مثبت ځواب وایي. زمبابوې، سریلانکا او د بنګله دېش په ګډون ټولو لوبډلو په همدې طریقې عمل کړی دی او بیا راغلي دي.

هغه زیاته کړې چې د نیوزیلېنډ له لورې د سفر لغوه کولو پرېکړه غلطه وه، نیوزیلېنډ پاکستان کې ډېر مینوال لري هغوی ته دا ډول چلند د بخښلو وړ نه دی، که چېرته امنیتي ګواښونه پي سي بي ته به یې خبر ورکړی، هغوی به امنیتي کسانو ته ویلي ول چې څېړنې ترسره کړي.

نوموړي ویلي، که چېرته د یو لوبډلې راتګ ته پروتوکول ورکول کېږي نو تګ یې هم باید یوه طریقه ولري، موږ تل د نورو ملاتړ کړی، په پردي وطن کې مو له ځانه د لوبو سفیر جوړ کړی، خو هغوی داسې ونه کړل.

افریدي ویلي چې حالاتو ته په کتو ویلی شو چې تر شا یې د چا لاس دی، باید جعلي ایمیلونو ته پام نه وای شوی، نور پرمختللي هېوادونه دې د پاکستان او هند له معاملې لېرې اوسي او بیا دې خپله پرېکړه وکړي.

دا هم ولولئ

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره کمنټري کوونکي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې شورا د روانې اکتوبر میاشتې څخه پیلېدونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره …