کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ هغه په زړه پوری فیچر چې ډېر لږ خلک ترې خبر دي

د وټساپ هغه په زړه پوری فیچر چې ډېر لږ خلک ترې خبر دي

وټساپ، د خپلو کاروونکو د ستونزو په نظر کې نېولو سره وخت ناوخت اسانتیاوې رامنځته کوي چې د ځینو په اړه یې خلک ناخبره دي، چې په دې اسانتیاوو یوه د لوستل شوي پیغام بیا لوستنه هم ده.

ځینې کسان نشي کولی چې خپل لوستل شوی پیغام بیا ولولي خو اوس د اندیښنې څه خبره نشته ځکه موږ درته د یو داسې ځانګړنې په اړه خبرې کوو چې ټول مهم پیغامونه هلته راټولېدلی شي او په یو کلیک یې لوستلی شئ.

دا ځانګړنه ځکه ګټوره ده چې له ډېرې سر دردۍ مو ژغوري. کله چې په سرچ کې یو توری ورکوو نو هغه ته ورته ډېر پیغامونه راته څرګندېږي او نشو کولی چې ځان موخې ته ورسوو.

د وټساپ هغه کاروونکي چې د ډېرو زیاتو پیغامونو په سبب اړین پیغامونه نشي لوستلی، هغوی دې د سټارډ میسج آپشن استعمال کړي او خپلې اندیښنې دې لېرې کړي.

ددې لپاره کله چې تاسې ته پیغام درغی نو کلیک پرې وکړئ، هلته به د ستوري اپشن پرې راشي نو که چېرته کلیک پرې وکړئ، سیده به سټارډ باکس ته لاړ شي. بیا چې کله وټساپ پرانیزئ نو سیده اړخ ته به پاس درې نقطو باندې کلیک وکړئ او هلته به سټارډ میسجز باندې کلیک وکړئ.

دا هم ولولئ

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، …