کورپاڼه / جالب / د نړۍ لومړني هغه رومیان چې په جینتیکي توګه پکې بدلون راغلی؛ حیرانوونکې بیه لري

د نړۍ لومړني هغه رومیان چې په جینتیکي توګه پکې بدلون راغلی؛ حیرانوونکې بیه لري

جاپان د رومیانو په جینوم کې د بنسټیز بدلون په راوستلو سره هغه نور هم ښه کړي او د (سیسیلین رف های ګیبا) نوم یې ورکړی دی.

د جاپان د سکوبا پوهنتون په یوه څېړنه کې د رومي په جینټیک کې بدلون رامنځته کړ، یعنې کوم نوی جین یې نه دی ور اضافه کړی بلکې جینتیکي بدلون یې راوستی او د هغه عواملو مخنیوی یې کړی چې د ګیبا د ودې مخنیوی یې کاوه او له هغې څو پړاوونه وروسته ګیبا وده پیل کړه.

د یادولو وړ ده چې په رومي کې د ګیما امینو بیټرک اسید کچه له عامو رومیانو پنځه برابره ډېره ده. له دې سربېره په نورو ډولونو امینو اسیدونو هم ډېر شول چې په ځانګړي ډول د وینې فشار کموي.

د سکوبا پوهنتون ساینسپوهان وایي چې دوی د (کرسپر سي ای ایس ناین) مشهوره جینټیکي ټیکنالوژي استعمال کړې، چې له څو مرحلو وروسته به په تجارتي توګه تیار او د خرڅلاو اجازت ترلاسه کړي او بزګران به یې هم کرنه پیل کړي.

لکه څنګه چې کوم بهرنی جین نه دی ور زیات شوی، بلکې دننه یې جین ته تغیر ورکړل شوی او د ګیبا پیداوار یې ډېر کړی خو بیه یې ډېره لوړه ده او د یو کیلو رومیانو بیه ۶۸ ډالره ده.

دا هم ولولئ

حوره

پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ یوه نجلۍ د (حورې) په شکل کې خلکو ته ښکاره کړای شوې ده

په پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ په یو ښار کې د میلاد النبي …