کورپاڼه / روغتيا / د ښځو ناروغي لیکوریا څه ډول ناروغي ده؟ نښې نښانې، لاملونه او درملنه یې څه ده؟

د ښځو ناروغي لیکوریا څه ډول ناروغي ده؟ نښې نښانې، لاملونه او درملنه یې څه ده؟

لیکوریا د ښځو هغه ناروغي ده، چې انجونې یې په اړه له خبرو کولو څخه شرمېږي او د وخت په تېرېدو دومره شدت اختیاروي، چې له واده وروسته بیا ددې ځواک نه لري چې ماشوم دې وزېږوي.

لیکوریا په اصل کې هغه رطوبت یا سپین یا ژېړ رنګه نمي ده چې د هغې له رحم څخه راوځي او په نتیجه کې د دفاعي سیستم د کمزورتیا سبب کېږي او له ګڼو نورو ستونزو سره یې مخ کوي.

په هر دریو انجونو کې یوه په لیکوریا ناروغۍ اخته کېږي، ددې ناروغۍ په سبب انجونې او ښځې په خارښت، سوخت، د هډوکو درد او نورو ستونزو څخه کړیږي.

دغه ناروغي ډېر لاملونه لري، چې د ژوند نامناسب طرز، غیر صحي خوراک، هورمونیکي بدلونونه، بدهضمي، فنګل انفیکشن، قبض، د وینې کمښت، شکر، د حیض ډېروالی، خپګان او نور د یادولو وړ دي.

د لیکوریا له نښو نښانو څخه ځینې دادي: له رحم څخه د سپینې یا ژېړې بدبویه مادې اخراج، په پوندو یا د ملا تیر کې درد، کمزوري او ستړیا، د خېټې پړسوب، د ځانګړي غړي خارښت، د هضم ستونزې او غوسه کول.

موږ باید څه وکړو؟ باید ډېرې زیاتې اوبه وڅښو، تازه مېوې او سبزیجات وخورو، پخپل خورک کې کېلې، کېنو او سنتره شامله کړو، سابه، مستې او پیاز استعمال کړو، کاربوهایډریټ لرونکي غذا وکاروو، لږ غوړ لرونکي شیان استعمال کړو، د پاکوالي خیال وساتو او له ذهني فشار ځان وساتو.

دا هم ولولئ

له خوب دمخه د ډېرو اوبو څښل زیانمن وي؟

روغتیایي کارپوهان تل ډېرو اوبو پر څښلو ټینګار کوي، ځکه چې ډېرې اوبه د بدن …