کورپاڼه / جالب / د نو په اړه حیرانوونکې معلومات او عقاید

د نو په اړه حیرانوونکې معلومات او عقاید

نو، د انسان د بدن یوه ډېره مهمه برخه ده. په حقیقت کې دا د انساني بدن هغه برخه ده چې د ژوند پیل ترې کېږي، نو ځکه په مختلفو کلتورونو او مذهبونو کې دغه برخه په بېلابېلو بڼو مهمه ګڼل کېږي.

د انساني ژوند پیل له همدې نو څخه کېږي، ځکه چې له همدې ځایه ماشوم د مور له بدن سره نښتی وي او غذا ترلاسه کوي، خو کله چې ماشوم وزېږیږي نو دغه نل پرې کېږي او څو ورځو کې لوېږي او د ټول عمر نښه جوړوي.

نو، په ډېرو تي لرونکو حیواناتو کې وي د بېلګې په توګه سپي، بېزو، زمري او پیشو او نورو کې خو په سم ډول سره نه څرګندېږي. کانګرو او کووالا له وړاندې دغه نل ژوي او له مخکې ختمېږي چې بیا داغ هم نه پاتې کېږي.

هندوان په دې باور دي چې ګل لاله د وشنو خدای ګوټي له نو څخه راوتلی دی او منځنۍ برخه یې براهمه خدای ګوټی ګڼي، نو ځکه په هند کې خلک د دود په بڼه په نو کې سره زر اچوي. دغه راز جاپان کې د ژوند پیل ګڼل کېږي او هغوی په منظم ډول یو جشن هم ورته لمانځي.

ویل کېږي چې د نو دننه په زرګونه داسې بکتریاوې وي چې دفاعي سیستم سره مرسته کوي. د نو یو ډول راوتلي او پراخه وي، چې لس سلنه خلک دا ډول نوم لري. بل ډول یې ژور او دننه تش غوندې وي، چې پاسنۍ او دننه برخه یې سره بېلې معلومېږي او په طبیعي شکل جوړېږي.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …