کورپاڼه / روغتيا / د غټ هیل یا لاچي پنځه ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د غټ هیل یا لاچي پنځه ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

غټ هیل یا لاچي په هند او شاوخوا سیمو کې د مساله جاتو د بادشاه په نامه سره یادېږي او په ورځنیو خوراکي توکو کې استعمالېږي، چې د خوړو خوند او بوی یو په دوه کوي او د روغتیا لپاره هم ګټور ګڼل کېږي.

هغه کسان چې د خولې په ناروغیو اخته وي، هیل د هغوی لپاره حیرانوونکی تمامېږي، ځکه چې هیل په خوله کې میکروبونه ختموي او په دې سره د غاښونو د چینجن کېدو او د خولې د بدبویۍ درملنه کوي. دغه راز که چېرته وژول شي نو د خولې خوشبویي پیدا کوي.

یوناني ډاکتران او حکیمان له دې مسالې څخه د درملو په توګه ګټه پورته کوي او په عام ډول له نورو درملو سره ګډېږي او د خېټې درد، کانګو، زړه بدوالي او د هضم ستونزو لپاره خوړل کېږي او ترڅنګ یې د معدې تېزابیت هم ختموي.

هیل پخپل جوړښت کې ویټامین سي لري او ویټامین سي زموږ د بدن دفاعي سیستم لپاره ګټور وي او ددې سربېره د بدن ټولو برخو ته اکسیجن رسوي. دغه راز هیل د زړه ضربان منظموي او د زړه ناروغیو په کابو کولو کې مرسته کوي.

بل لوري ته په هیل یا لاچي کې د انټي اکساید ځانګړتیا، ویټامین سي او د پوتاشیم په څېر منرالونه د پوستکي د روغتیا لپاره ګټور وي، ځکه چې د پوستکي لاندې د وینې جریان برابر ساتي او تازه والی وربخښي.

دا هم ولولئ

له خوب دمخه د ډېرو اوبو څښل زیانمن وي؟

روغتیایي کارپوهان تل ډېرو اوبو پر څښلو ټینګار کوي، ځکه چې ډېرې اوبه د بدن …