کورپاڼه / جالب / دې ماشومې په کوچني یوازې یو پونډ وزن درلود؛ پلار یې ورته ګوتمۍ په لاس کړې وه

دې ماشومې په کوچني یوازې یو پونډ وزن درلود؛ پلار یې ورته ګوتمۍ په لاس کړې وه

هغه ماشومه، چې د زېږون پرمهال یې یوازې یو پونډ وزن درلود، پلار یې ورته د خپل واده ګوتمۍ د لاس بند په څېر مړوند یا لاس ته ور واغوسته.

د بریتانیې د خبري آژانس د راپور پر اساس، د پوپۍ کوک په نوم دغه انجلۍ له خپل زېږون څخه وړاندې د حمل په ۲۵مه اوونۍ د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې زېږېدلې وه. هغه کور ته تر رخصتۍ وړاندې ۱۰۷ ورځې په روغتون کې هم وه.

راپور زیاتوي چې پوپي کوک سره له دې چې دماغي ناروغۍ، د زړه سوری، د وینې خرابوالی او د ګردو په ګډون ډېرې ناروغۍ لري، اوس د شپږو کلونو شوه.

د ماشومې مور لوسي وایي، کله چې پوپي وزېږېده نو هغه وخت یې وزن یو پونډ او درې اونسه و او دومره کوچنۍ وه چې زما خاوند ورته د خپل واده ګوتمۍ په لاس کړه.

هغې زیاته کړې ده، پوپي د زېږون پرمهال ډېره نازکه وه چې پوستکی یې په سختۍ لمس کېده. لوسي وایي چې لور یې اوس د شپږو کلونو شوه او اوس د پلار د واده ګوتمۍ په ګوته کولی شي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …